ایران له پاکستان سره د اړیکو پراخولو ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95230-ایران_له_پاکستان_سره_د_اړیکو_پراخولو_ته_چمتو_دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیس ځواک له نشه ییزو موادو سره د مبارزې د پولیسو مشر برید جنرال مجید کریمي دنشه ییزو موادو له قاچاق سره د مبارزې په زمینه کښې له ګاونډي هیواد پاکستان سره د ملګرتیا د پراخولو لپاره د دغه ځواک د چمتووالي خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2021 11:11 Asia/Kabul
  • ایران له پاکستان سره د اړیکو پراخولو ته چمتو دی

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیس ځواک له نشه ییزو موادو سره د مبارزې د پولیسو مشر برید جنرال مجید کریمي دنشه ییزو موادو له قاچاق سره د مبارزې په زمینه کښې له ګاونډي هیواد پاکستان سره د ملګرتیا د پراخولو لپاره د دغه ځواک د چمتووالي خبر ورکړ .

هغه نن په اسلام اباد کښې د پاکستان د نشه ییزو موادو د کنټرول له وزیر اعجاز احمد شاه سره په کتنې کښې وویل د نشه ییزو موادو د تولید او د قاچاق د زیاتیدا اصلي شخړه د لویدیځو هیوادونو د ځواکونو د شتون په وجه ده کوم   چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه سیمې ته راغلي دي او د مرګ له سوداګرانو سره مبارزه یې له مشکل سره مخ کړي ده .

د ایران د پولیسو له نشه ییزو موادو سره د مبارزې د پولیسو مشر اعجاز احمد شاه ډاګینه کړه ایران او پاکستان د نشه ییزو موادو د شخړې قربانیان دي او له دې سره په یووخت د دغه مبارزې په لومړۍ کرښې کښې فعال رول لري .

د پاکستان د نشه ییزو موادو د کنټرول وزیر اعجاز احمد شاه هم په اسلام اباد کښې د ایران د پلاوي د شتون په هرکلي سره  د دوادو هیوادونو د سرحدي ملګرتیاو په پیاوړتیا ټینګار وکړ او د نشه ییزو موادو له چاق سره د اغیزشیندونکي مقابلې لپاره یې د ایران د وړاندیزونو هرکلی وکړ .