ایران له پاکستان سره د اړیکو پراخولو ته چمتو دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیس ځواک له نشه ییزو موادو سره د مبارزې د پولیسو مشر برید جنرال مجید کریمي دنشه ییزو موادو له قاچاق سره د مبارزې په زمینه کښې له ګاونډي هیواد پاکستان سره د ملګرتیا د پراخولو لپاره د دغه ځواک د چمتووالي خبر ورکړ .
هغه نن په اسلام اباد کښې د پاکستان د نشه ییزو موادو د کنټرول له وزیر اعجاز احمد شاه سره په کتنې کښې وویل د نشه ییزو موادو د تولید او د قاچاق د زیاتیدا اصلي شخړه د لویدیځو هیوادونو د ځواکونو د شتون په وجه ده کوم چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه سیمې ته راغلي دي او د مرګ له سوداګرانو سره مبارزه یې له مشکل سره مخ کړي ده .
د ایران د پولیسو له نشه ییزو موادو سره د مبارزې د پولیسو مشر اعجاز احمد شاه ډاګینه کړه ایران او پاکستان د نشه ییزو موادو د شخړې قربانیان دي او له دې سره په یووخت د دغه مبارزې په لومړۍ کرښې کښې فعال رول لري .
د پاکستان د نشه ییزو موادو د کنټرول وزیر اعجاز احمد شاه هم په اسلام اباد کښې د ایران د پلاوي د شتون په هرکلي سره د دوادو هیوادونو د سرحدي ملګرتیاو په پیاوړتیا ټینګار وکړ او د نشه ییزو موادو له چاق سره د اغیزشیندونکي مقابلې لپاره یې د ایران د وړاندیزونو هرکلی وکړ .