امریکا خپله ګټه د سیمې په ناامنۍ کښې ګڼي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95275-امریکا_خپله_ګټه_د_سیمې_په_ناامنۍ_کښې_ګڼي
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره چې امریکا د سیمې د ناامنه کولو په تکل کښې ده، ټینګار وکړ: په سیمه کښې د ایران شتون امنیت او ثبات رامینځته کونکی دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 08, 2021 14:21 Asia/Kabul
  • امریکا خپله ګټه د سیمې په ناامنۍ کښې ګڼي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره چې امریکا د سیمې د ناامنه کولو په تکل کښې ده، ټینګار وکړ: په سیمه کښې د ایران شتون امنیت او ثبات رامینځته کونکی دی.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د قم د خلکو د مرغومي د نولسمې نیټې د پاڅون په مناسبت خپلې ونیا کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې امریکا د ایران او سیمې د ناامنه کولو هلې ځلې کوي، وفرمایل: امریکا په روانو حالاتو کښې خپلې ګټې د سیمې په بې ثباتۍ کښې ګڼي ترڅو ځان په بشپړه توګه پر سیمې مسلط کړي.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي هم داشان په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت او د امریکې په مشرۍ د استکبار د جبهې ترمینځ شخړه کښې مهم مسائل د بندیزونه مسئله، د ایران د سیمه ایز شتون مسئله او د ایران د دفاعي توان او توغندوي قدرت مسئله ده، ټینګار وکړ: لویدیځه جبهه او زمونږ دښمنان پکار دي خپل دغه خیانتي او له خباثته ډک حرکت او د ایران له ولس سره بې وجې او ستره دښمني یعنې بندیزونه لګول پریږدي.

معظم رهبر هم داشان په دې خبرې سره چې د ایټمي موافقې د ژمنو د لغو کولو په هکله د ایران د پارلیمان او حکومت پریکړه یوه بیخي صحیح، منطقي، عقلاني او منلو وړ فیصله ده، وویل: مونږ هیڅ ټینګار او بیړه نه لرو چې امریکا دې ایټمي موافقې ته راستنه شي.

هغوي په دې ټکي باندې په ټینګار سره ایران ته د انګلیسي او امریکايي واکسن واردیدل ممنوع دي، څرګنده کړه: که امریکایان د واکسن په جوړولو کښې کامیاب شوي وی نو په خپل هیواد کښې به یې دا حالات نه وو.