افغانستان او پاکستان ته ۹۵۰ زره ټنه د ایراني توکو صادرېدا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95360-افغانستان_او_پاکستان_ته_۹۵۰_زره_ټنه_د_ایراني_توکو_صادرېدا
په ایران کې د سیستان او د بلوچستان د سرحدي بازارونو مدیر وویل: له دغو بازارونو څخه په تېرو لسو میاشتو کې کابو ۹۵۰ زره ټنه توکي ایران او پاکستان ته صادر شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 14, 2021 09:19 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان ته ۹۵۰ زره ټنه د ایراني توکو صادرېدا

په ایران کې د سیستان او د بلوچستان د سرحدي بازارونو مدیر وویل: له دغو بازارونو څخه په تېرو لسو میاشتو کې کابو ۹۵۰ زره ټنه توکي ایران او پاکستان ته صادر شوي دي.

په ایران کې د سیستان او د بلوچستان د سرحدي بازارونو مدیر مبین علی میر په تېرو لسو میاشتو کې د ایران له سرحدي بازارونو څخه افغانستان او پاکستان ته د ۹۵۰ زرو ټنو صادراتو ته په اشارې سره زیاته کړه چي د سیستان او د بلوچستان سرحدي بازارونه د غیر تیلي توکو د صادرولو په طرحه کې تر ټولو زیاته وده کړي او د افغانستان او پاکستان سره په سرحدونو کې له اتو سرحدي بازارونو څخه اووه بازاره فعاله دي.

نوموړی وویل:  د افغانستان او پاکستان سره په سرحدي بازارونو کې تر ټولو زیاتي توکي له میرجاوې او کهک بازارونو څخه یادو هیوادونو ته صادر شوي دي.

په ایران کې د سیستان او د بلوچستان د سرحدي بازارونو مدیر زیاته کړه: د دغه ولایت سرحدي بازارونه د افغانستان سره په سرحد کې له ګمشاد څخه نیولې بیا د پاکستان د ریمدان تر سرحدي سیمو پوري فعالیت کوي او پاکستان ته تر ډېره حده له همدغو بازارونو څخه توکي صادریږي.

د ایران په سرحدي ولایتونو کې تر ټولو زیات سرحدي بازارونه په همدغه سیستان او بلوچستان کې فعاله دي، دوه سرحدي بازارونه له افغانستان سره او ۵ نوري بیا د پاکستان په سرحد کې فعالیت کوي.