حضرت فاطمةالزهرا په عبادت،دعا او ذکرکې دخلکوبیلګه ده
د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو لیدونکو او آوریدونکو ته تسلیّت وائي
زمونږخبریال راپور راکړ ، د حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها د شهادت په مناسبت په دوهمه شپه هم د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت ایت ا.. العظمي سید علی خامنه اي په شتون سره د حضرت امام خمیني په امامباړې کې ترسره شوې .
په دغو دستورو کې ویناوال حجةالاسلام عالي دحضرت فاطمة الزهرا سلام ا...علیها په دعاګانو ،ذکر اوعبادت کې د خلکو سرخیله وبلله او وې وئيل د پروردګار فیض او مهرباني پر درستو مخلوقاتو وریږي ، خو د خداوندمتعال خاص رحمت او فیض هغو کسانو ته مخصوص دی ، چې دهغه په درګاه کې لازیات خضوع او خشوع سره حاضریږي .
په دغو دستورو کې همداراز ناصر شهیدي هم د پيغمبر دګرانې لور د شهادت په ماسبت ویر او مرثیې ووئيلې
د امام خمیني امامباړې کې دغه دستورې له پنجشنبې ورځې راهسې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په شتون سره پیل شوي او ترسبا پورې به دوام ولري .
د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو لیدونکو او آوریدونکو ته تسلیّت وائي