ستر قوتونه د اعتماد وړ نه دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95652-ستر_قوتونه_د_اعتماد_وړ_نه_دي
د ايران د اسلامي شورا مشر وويل، ستر قوتونه چې په باطن کښې د استکبار، تکبر او له انسانيته د لرې والي خوي لري د اعتماد وړ نه دي.
(last modified 2024-08-04T10:40:57+00:00 )
Jan 25, 2021 04:41 Asia/Kabul
  • ستر قوتونه د اعتماد وړ نه دي

د ايران د اسلامي شورا مشر وويل، ستر قوتونه چې په باطن کښې د استکبار، تکبر او له انسانيته د لرې والي خوي لري د اعتماد وړ نه دي.

د مهر خبري آژانس د رپوټ له مخې د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر محمد باقر قاليباف پرون د ايتوار په ورځ دې ته په اشارې سره چې د کورونا وائرسو له خپرېدو سره په يو وخت مو د ټرمپ استکباري خوي وليدۀ واضحه کړه، دغو واقعاتو وښودله چې ستر قوتونه چې په باطن کښې د استکبار، تکبر او له انسانيته د لرې والي خوي لري د اعتماد وړ نه دي.

د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر زياته کړه، هم هغه ډول چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر فرمايلي دي، امريکه زمونږ دښمنه ده او له دغه دښمن سره د مقابلې ترټولو مهمه لار په کورني توان او طاقت باندې بهروسه او کار او کوشش دے.