د اسلامي انقلاب معظم رهبر د شهید فخري زاده ستاینه وکړه
د ایران د مشهور دفاعي او ایټمي ساینس دان شهید محسن فخري زاده کورنۍ پرون د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره ملاقات وکړ
د ایران د مشهور دفاعي او ایټمي ساینس دان شهید محسن فخري زاده کورنۍ پرون د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره ملاقات وکړ
حضرت آیتالله العظمی سید علي خامنهاي په دغې کتنې کښې د شهید فخري زاده د علمي او فني خصوصیاتو او د علم او عمل په میدان کښې د دغه جګپوړي پوهاند د سختو کوششونو په قدرونې سره وویل: دغه لوړ مقام چې خدای تعالی په شهادت سره هغه ته ورکړ، د هغه د کم سارو زحمتونو او اخلاص انعام و او دغه مقام له هیڅ کوم دنیاوي مقام سره د پرتلې وړ نه دی.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر زیاته کړه: د شهیدانو میرمنې هم د هغوي په اجر کښې شریکې دي او له خدای تعالی څخه غواړم چې ستاسو پر زړونو باندې خپل صبر او حوصله نازله کړي او د خدای په توفیق سره وتوانیږئ چې خپل خوځښت د شهید له شأن سره سم جاري وساتئ.
په دغه ملاقات کښې د شهید فخري زاده میرمنې او اولادونو هم د هغه له شهادت وروسته د اسلامي انقلاب د روښانونکي او له مینې ډک پيغام څخه په مننې سره، د علمي جهاد د شهیدانو د فکري بهیر په بیانیدو او د هغو په مثال ګرځیدو باندې ټینګار وکړ.