حسين امير عبداللهيان:
ايران له ګاونډيانو سره دوستي غواړي
په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې خاص استازي په سيمه کښې د ايران د اسلامي جمهوريت محوري او رغانده رول ته په اشارې سره تاکيد وکړ، ايران تل د دوستانو او ټولو ګاونډيانو هېوادونو لوري ته د دوستۍ او ملګرتيا لاس غزولے دے.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې حسين امير عبداللهيان پرون په تهران کښې د هندوستان سفير ګدام درمندرا د دواړو هېوادونو تعلقات تاريخي او د دواړو ملتونو د پخوانيو کلتوري او اجتماعي اشتراکاتو نښه وبلله و زياته يې کړه، د تهران او نوي ډيلي تعلقات تل دوستانه او مخ په وده بهير لري او هيله کيږي چې د نورو نارغنده چلند ته بې له پامه د تعلقاتو د لا زياتې ودې کتونکي شوو.
ګدام درمندرا هم په دغه کتنه کښې ايران يو سياسي او اجتماعي ثبات لرونکے هېواد وبلۀ او وې ويل، ايران په سيمه کښې په پائېدار امنيت تاکيد لري او په دې لړ کښې يو مهم کردار ادا کوي.
هغه زياته کړهو د ايران او هندوستان ترمېنځ د سيمې او نړۍ په سطح ملګرتيا په سيمه ايزو او نړيوالو برخو کښې د دواړو هېوادونو د اشتراک بيانونکې ده.