ظریف استنبول ته ورسید
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل سیمه ایز سفر په دوام کښې د ترکیې استنبول ښار ته رسیدلی دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل سیمه ایز سفر په دوام کښې د ترکیې استنبول ښار ته رسیدلی دی
محمد جواد ظریف پرون استنبول ته له رسیدو سره سم د خبریالانو په ټول کښې څرګنده کړه: له ترکیې سره زمونږ اړیکې ډیرې مهمې دي او په دوه اړخیزو، څو اړخیزو او سیمه ایزو مسائلو کښې مو ورسره صلاح مشورې او همفکري ډیره حیاتي ده.
هغه د سیمې د هیوادونو د ملګرتیا له لارې په قفقاز کښې د پایدارې صلحې د زمینو د برابرولو ضرورت ته په اشارې سره وویل چې آذربایجان جمهوریت، آرمینیا، روسیې او جارجیا ته په خپل سفر کښې یې دغه موضوع په پوره جزئیاتو سره د دغو هیوادونو له چارواکو سره وڅیړله او په ترکیې کښې به له خپلو وروڼو سره دغه موضوعات تعقیب کړي څو د قره باغ له پيښې ووروسته د ملګرتیاؤ په تیره بیا د ټرانزټ او مواصلاتي لارو په برخو کښې د همکاریو لاره هواره شي.
محمد جواد ظریف تیره دوشنبه قفقاز سیمې ته خپل څو ورځنۍ سفر له باکو څخه پیل کړ او ورپسې ماسکو او ایروان ته لاړه.
د ایران خارجه وزیر پرون د جارجیا په پلازمینې تفلیس کښې د دغه هیواد له چارواکو سره د نظر تبادله وکړه او له هلته نه بیګا ترکیې ته لاړ.