ايران او عراق د تعلقاتو په ژورتيا او پراختيا تاکيد وکړ
د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر او د عراق خارجه وزير دوو اړخيزو تعلقاتو په ژورتيا او پراختيا تاکيد وکړ.
محمد باقر قاليباف پرون په تهران کښې د عراق د خارجه وزیء فواد حسين په کتنه کښې وويل، ايران او عراق په دوو اړخيزو تعقاتو او سيمه ايزو ملګرتيا کښې زيات تاثير لرونکي دي، د دواړو هېوادونو تعلقات ژور، تاثير کونکي او تاريخي دي او د ايران او عراق خلق د تاريخ په اوږدو کښې د خپلو کلتوري او ديني عقائدو او ګاونډيتوب په وجه په خپلو کښې مينه او ورورولي لري.
هغه وويل، مونږ د عراق له سياسي بهير، زمکنۍ بشپړتيا او په سيمه ايزو معاملاتو کښې د دغه هېواد له شتونه ملاتړ کوو او باوري يوو چې عراق د سيمې په سياسي او اقتصادي معاملاتو کښې يو مهم رول لري.
د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر د خپلې وېنا په يوه بله برخه کښې په سيمه او نړۍ کښې د امريکې په سياستونو باندې به نيوکې سره زياته کړه، د موجودو مشکلاتواصلي سبب په سيمه کښې د امريکې فوځي شتون او مداخلتونو ته ګرځي.
هغه زياته کړه، د عراق د خلقو غوښتنې ته پام لرنه چې له عراقه د امريکائي ځواکونو د وتلو په اړه د عراق د پارلېمان د مصوبې په ا جرا کښې رامنځته شوې ده په عراق او سيمه کښې د سياسي او امنيتي ثبات او قرارۍ په ټينګېدو کښې يو مهم عامل دے.
د عراق خارجه وزير فواد حسين هم په دغه کتنه کښې د دواړو ملتو د تعلقاتو لرغوني تاريخ ته په اشارې سره وويل، په سيمه او نړۍ کښې د يو مهم او تاثير کونکي هېواد په توګه د ايران له اسلامي جمهوريت سره د هراړخيزو تعقاتو پراختيا د عراق د حکومت او ملت لپاره ډېر زيات اهميت لري.