د واکسن لومړۍ جوپه له روسیې څخه به ایران ته ور ورسیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96098-د_واکسن_لومړۍ_جوپه_له_روسیې_څخه_به_ایران_ته_ور_ورسیږي
په مسکو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر ویلي چي د (اسپیوټنیک وي) کرونا واکسن لومړۍ جوپه ایران ته واستول شوه.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Feb 04, 2021 14:02 Asia/Kabul
  • د واکسن لومړۍ جوپه له روسیې څخه به ایران ته ور ورسیږي

په مسکو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر ویلي چي د (اسپیوټنیک وي) کرونا واکسن لومړۍ جوپه ایران ته واستول شوه.

په روسیه کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر کاظم جلالي اعلان وکړ: د اسپیوټنیک وي واکسن یوه جوپه ایران ته استول شوې چي ډېر ژر به تهران ته ور ورسیږي.

جلالي د دې په بیانولو سره چي دغه روسی واکسن د نړۍ په ۱۶ هیوادونو منجمله ایران کې راجیسټر شوی وویل: موږ تر ټولو وروسته یعنی شپاړسم هیواد یو چي دغه ډول واکسن څخه کار اخلو.

نوموړي یادونه وکړه چي د روسیې د آر دي آی اف شرکت سره د موافقې پر بنیاد به دغه واکسن په ایران کې دننه په ګډه جوړ شي او نورو هیوادونو ته به صادر شي.