واکسیناسیون به په روانه اوونۍ کې پیل شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96184
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د روغتیا د وزارت له لوري د لومړیتوبونو له مخې به په روانه اوونۍ کې د واکسناسیونو لړۍ په ټول هیواد کې پیل شي.
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
Feb 06, 2021 17:42 Asia/Kabul
  • واکسیناسیون به په روانه اوونۍ کې پیل شي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د روغتیا د وزارت له لوري د لومړیتوبونو له مخې به په روانه اوونۍ کې د واکسناسیونو لړۍ په ټول هیواد کې پیل شي.

حسن روحاني د شنبې په ورځ د کرونا سره د مقابلې د ملي کمېټې په ناسته کې دې ته په اشاره سره چي په ایران کې د کرونا وایروس له خپراوی څخه یو کال تیریږي، وویل: دغه وبا په نړۍ کې بحراني حالات رامینځ ته کړي، د دې وایروس سره د مقابلې تر ټولو غوره مخنیوونکي لاري چاري دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر زیاته کړه: موږ دننه په هیواد کې په نړۍ کې د ټولو مشهورو درملو د جوړولو هڅه کړې او یاد درملي مو د روغتیايي مراکزو په واک کې ایښي دي، که ټول سره همکاره ووسو نو د کرونا مخه نیولای شو.

روحانی وویل: د کرونا سره د مقابلې یوه لاره هم واکسن دی خو په معمولي شرایطو کې واکسناسیون څه د پاسه دوه کاله وخت اخلي، اوس د دې ناروغۍ مرګژوبلو ته په کتو سره د روغتیا نړیوالي ادارې د واکسن د لګولو لپاره بېړنۍ اجازت نامه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړه چي ایران ته د کرونا واکسن لومړۍ جوپه راورسېده او د سباوون د لسیزي سره سم په روانه اوونۍ کې به د روغتیا د وزارت د لومړیتوبونو سره سم په ټول هیواد کې به د واکسناسیونو بهیر پیل شي.