قالیباف به سبا مسکو ته لاړ شي
Feb 06, 2021 14:14 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي شورا د ریاست ویاند وویل چي د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف به سبا د یوې پلاوي په مشري روسیې ته ولاړ شي.
د ایران د اسلامي شورا د ریاست ویاند محمد حسین فرهنګی په یوه خبري ناسته کې روسیې ته د قالیباف د سفر په هکله وویل: دغه ډول سفرونه د پارلماني ډیپلماسۍ په چوکاټ کې تر سره کیږي، قالیباف د روسیې د دوما د جرګې په بلنه دغه هیواد ته په سفر ځي.
نوموړی زیاته کړه: روسیې په نړیواله ډګر کې تل له ایران څخه ملاتړ کړی، د دغه سفر موخه د اړیکو پیاوړې کېدل دی، د اسلامي شورا د مشر سفر د بلني پر بنیاد او ځینې سفرونه هم د پارلماني دوستي په چوکاټ کې تر سره کیږي.
ټیګونه