خطیب زاده: جنګ غواړي هیوادونه دې د یمن کلابندي ختمه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96188-خطیب_زاده_جنګ_غواړي_هیوادونه_دې_د_یمن_کلابندي_ختمه_کړي
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: جنګ غواړي هیوادونه په یمن باندې په تیري کښې د خپلې سټراټیجۍ په غلطۍ پوه شوي دي او په خپلې شپږ کلنې تیروتنې باندې په داده کیدو سره دې د یمن جنګ او محاصره ختمه کړي او صلحه ایزه لاره دې خپله کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 07, 2021 02:09 Asia/Kabul
  •  خطیب زاده: جنګ غواړي هیوادونه دې د یمن کلابندي ختمه کړي

د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: جنګ غواړي هیوادونه په یمن باندې په تیري کښې د خپلې سټراټیجۍ په غلطۍ پوه شوي دي او په خپلې شپږ کلنې تیروتنې باندې په داده کیدو سره دې د یمن جنګ او محاصره ختمه کړي او صلحه ایزه لاره دې خپله کړي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: جنګ غواړي هیوادونه په یمن باندې په تیري کښې د خپلې سټراټیجۍ په غلطۍ پوه شوي دي او په خپلې شپږ کلنې تیروتنې باندې په داده کیدو سره دې د یمن جنګ او محاصره ختمه کړي او صلحه ایزه لاره دې خپله کړي.

سعید خطیب زاده پرون د یمن په هکله د امریکايي چارواکو د وروستیو څرګندونو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل: د عربستان په ائتلاف باندې د وسلو نه خرڅول او ورڅخه د ملاتړ بندول، که یوه سیاسي مانوره نه وي، نو د تیرو تیروتنو د سمولو په لړ کښې یو ګام کیدې شي.

خطیب زاده څرګنده کړه: دا موضوع په یوازې د یمن ستونزه نه هواروي او په دوام کښې یې باید هغه هوايي، سمندري او ځمکنۍ محاصره ختمه شي چې له امله یې د دغه هیواد زرګونه خلک د خوړو او درملو د نشتوالي په وجه مړه شول او د سعودي عربستان په مشرۍ د تیري ګرو هیوادونو پوځي حملې دې بندې شي.

هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه او هغه هیوادونه چې د وسلو په خرڅولو سره د یمن خلاف د عربستان په جنګونو کښې شریک دي، باید له دغه هیواده خپل هر ډول ملاتړونه ختم کړي او په یمن کښې د انساني غمیزې د دوام لاره دې بنده کړي.

حطیب زاده هم داشان وویل چې ایران له یمن څخه د ملاتړ او له تیري ګره د ملاتړ د ختمولو به لړ کښې د نړیوالې ټولنې د هر ډول هڅې هرکلی کوي او د ستونزې د هواري په لړ کښې خپله څلور ماده ایزه حل لاره هم هغه شان اغیزناکه ګڼي.