د ولی امرمسلمین په مشرۍد استکبارپه وړاندې مقاومت ته دوام ورکوو
(last modified Wed, 10 Feb 2021 11:27:26 GMT )
Feb 10, 2021 15:57 Asia/Kabul
  • د ولی امرمسلمین په مشرۍد استکبارپه وړاندې مقاومت ته دوام ورکوو

د سلواغې د ۲۲نیټې د یوم ا... په پایزپریکړه لیک کې وئيل شوي دي ، هماغه ډول چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود فرمائيلي دي ؛ په اسلامی حمهوریت کې هیڅوک له استحقاق پرته د مدعیانو ډروغجنو ډنډورو ته غوږ نه ږي ، دایران دملت پریکنده دریځ دا دی چې دجامعې نړیوالې ایتمي موافقې په باب د اسلامی نظام چورلټ سیاست د امریکا له خوا د درستو بندیزونو لغوه کیدا ده .

زمونږخبریال راپور  راکړ د سلواغې د ۲۲نیټې یوم ا...د ولولناکو او پرتمینو دستورو په پایزي پریکړه لیک کې د ایران داسلامی انقلاب د بریالیتوب د کلیزې د ګاډو او موټرسائيکلو په سمبولیک  حرکت او لاریون  کې دا یران د ملت دحماسي او ځلیدونکي شتون په قدرونې سره وئيل شوي دي ، دسلواغې د میاشتې د دوویشتمې نیټې  دیوم ا... لاریون کونکو په دښمن پيژندونکي ،د زړه له کومې په  چغې سره  د نړۍ درستو پتمنو او حق غواړو  خلکو په نمایندګۍ ،  په اسلامی ویښتیا کې د اسلامی ایران اونړۍ د قدرت  له چورلیز  او رهبر یعني حضرت آیت ا...العظمي سیدعلی خامنه اي په بیعت کې خپله عملي پابندي اعلانوي .

Image Caption

 

  دغه پریکړه لیک د هغو محاسباتي روښانه تیروتنو په نسبت د نړیوال استکبار او کفرسرغنو په تیره بیا د امریکا ډیموکراټيک حکومت ته په یادونې سره چې د لوي اسلامی غورځنګ د رامینځةکیدا له هماغه پیله رانیولې ، داسلامی انقلاب ترځلانده بریالیتوب، تر دومدارو فتنو ، ناکامو جنګونو او هغو بې شرمه اوسپیرو ناکامیو پورې چې ئې درلودلي،یادونه کوي ،د ایران ملت په کلک هوډ او جهادي او مومنانه  انګیزې   نندارې ته په وړاندې کولو سره په اقتصادي جنګ کې  ئې د اسلام او  داسلامی وطن  قسم خوړلي دښمن ته د ناکامۍ تریخ خوند بیا ورډالۍ کړی دی .

د سلواغې د ۲۲نیټې د یوم ا...په پایزپریکړه لیک کې وئيل شوي دي،هماغه ډول چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود فرمائيلي دي؛په اسلامی حمهوریت کې هیڅوک له استحقاق پرته د مدعیانو ډروغجنو ډنډورو ته غوږ نه ږي ، دایران دملت پریکنده دریځ دا دی چې دجامعې نړیوالې ایتمي موافقې  په باب د اسلامی نظام چورلټ سیاست د امریکا له خوا د درستو بندیزونو لغوه  کیدا ده . 

په دغه پریکړه لیک کې همداراز  له کرونائي بحران سره دمقابلې او د روغتیائي چارو په ډګر کې دجهادي انګیزه لرونکو اوسرښیندونکو زیار او هڅې او د ولس  مومنانه خدمتونو قدرونه شوي  او له کرونا ویروس سره د مقابلې د واکسن  په جوړولو کې  د ایران پوهانو  او متخصصانو د نوښت او نوي والي څخه چې  دایرانیو ځوانانو د توانمنیو او پوهې یوه ځلا ده ، ملاتړ  شوی دی .

 داپه داسې حال کې دي چې  په درست ایران کې د  یوم ا...    ولولناک او پرتمین لاریونونو کې  چې د  ګاډو او موټرسائیکلو  په وسیله شوی ، په مختلفو ولایتون واو ولسوالیو کې  د ایران د ځوانو متخصصانو په لاس   دبریاؤ مختلفې نمونې هم نندارې ټه وړاندې شوي دي . همداراز په تهران کې  په آزادئ میدان کې  د اسلامی انقلاب  دسپاه پاسدارانو  دهوافضا ځواکدرې بالیسټیک توغندي  او همدراز  د دغو توغندیو ترڅنګ  د ذوالفقار بصیر ، دزفول  او قیام نومې توغندي  هم نندارې ته وړاندې شوي دي . له دې سره په یووخت په فارس خلیج سمندر کې هم د ایران څه دپاسه سلوکشتیو او ماکوګانو د ایران د اسلامی جمهوریت  په بیرغونو سره  ډير ې جذبونکي  او د لیدو وړ  صحنې  او مانورې  نندارې ته وړاندې کړ ې او د اسلامی انقلاب دبریالیتوب دکلیزې پرتمین جشن ئې ولمانځه

Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

Image Caption
Image Caption