ایران اټومي اژانس له خپلو اندیښنو خبر کړ .
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96500-ایران_اټومي_اژانس_له_خپلو_اندیښنو_خبر_کړ_.
زمونږ خبریال وايي په نړیوالو موسسو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر کاظم غریب ابادي وویل د شیانو د محرم ساتلو د اصل په زمینه کښې د تهران ملاحظات او اندیښنې په یوه(۱) لیک کښې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته ورسول شوې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2021 00:15 Asia/Kabul
  • ایران اټومي اژانس له خپلو اندیښنو خبر کړ .

زمونږ خبریال وايي په نړیوالو موسسو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر کاظم غریب ابادي وویل د شیانو د محرم ساتلو د اصل په زمینه کښې د تهران ملاحظات او اندیښنې په یوه(۱) لیک کښې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته ورسول شوې .

هغه له خبریالانو سره په مرکه کښې دې ته په اشارې سره چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مقرراتو ته په اړونده بحثونو کښې د محرمامه او پټو اطلاعاتو حفاظت له ډيرې مودې راهسې د یوې (۱) اساسي موضوع په توګه مطرح وو او دي  وویل له موجوده مقرراتو سره سره په تیرو شلو(۲۰) کلونو کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس اطلاعاتو ته غیر قانوني لاسرسی یا د هغوې ایشوا کیدل د ایران د اسلامي جمهوریت او د اټومي اژانس په اړیکو کښې یو(۱) اساسي چیلنج دی .

په نړیوالو موسسو کښې د ایران دائمي استازي کاظم غریب ابادي ټینګار وکړ په تیرو شلو(۲۰) کلونو کښې د اطلاعاتو پټ ساتلو ته د اړونده ژمنو په مناسب ډول د نه اجرا کیدا په کله د ایران اندیښنې بیا بیا اټومي اژانس ته وریادې کړې شوي دي خو تراوسه په دغو اندیښنو مناسب ډول غور نه دی شوی .