جنرل صفوي:
امريکې د نړيوال ابرقدرت په جوړېدو کښې ماتې خوړلې ده
د ايران د ټولوقواو د معظم قوماندان مرستيال او صلاحکار وويل: امريکې د نړۍ د ابرقدرت ياد امريکائي خپل سري قدرت په جوړېدو کښې ماتې خوړلې ده.
جنرل سيد يحيی صفوي نن تهران کښې په يويشتمه پېړۍ کښې د اېشيا په جنوب لويديځ کښې جيوسټراټيجک او جيوپلېټک بدلونونه نومې سمينار کښې وويل: امريکې د نړۍ د اقتصادي برترۍ، فوځي توانمنۍ او د سياسي مشرۍ او مديريت لپاره د نړۍ د ابرقدرت يا د امريکائي خپل سري قوت په جوړېدو کښې حتی په آئيډيالوجېکو او کلتوري مسائلو کښې ماتې خوړلې ده.
هغه د امريکې د قوت د زوال بهرنيو وجوهاتو ته په اشارې سره زياته کړهو د افغانستان او عراق دوو مظلومو مسلمانو هېوادونو باندې فوځي لښکر کشي او قبضه او له دغو حالاتو څخه د امريکې د سيالو يعنې د فوځي قوت د زياتولو لپاره د روسيې او په اقتصادي اړخ کښې د چين استفاده د امريکې د قوت د زوال ځينې نور وجوهات دي.
د ټولو قواو د معظم قوماندان مرستيال او صلاحکار د دې په بيانولو سره چې اوسنۍ نړۍ د بدلونونو و د اقتدار د ځاے پرځاے کېدو په لور او له لويديځې نيمې کرې څخه ختيځې ته حرکت کوي واضحه کړه، په نړيوالو اقتصادو کښې به قوت اېشيا ته راستون شي او د چين،هند او روسيې ستر هېوادونه به د شانګهاي د معاهدې په قالب کښې هم له اقتصادي، امنيتي او فوځي نظره د نېټو په مقابل کښې قدرت او قوت پېدا کړي.