که چیرې بایکاټونه ختم نشي نو ایران له الحاقي پروټوکول وځي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96678-که_چیرې_بایکاټونه_ختم_نشي_نو_ایران_له_الحاقي_پروټوکول_وځي
زمونږ خبریال وايي په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان وویل که چیرې بایکاټونه لغو نشي ایران تر راتلونکو دریو (۳) ورځو پورې له الحاقي پروټوکول څخه وځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 19, 2021 09:18 Asia/Kabul
  • که چیرې بایکاټونه ختم نشي نو ایران له الحاقي پروټوکول وځي

زمونږ خبریال وايي په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان وویل که چیرې بایکاټونه لغو نشي ایران تر راتلونکو دریو (۳) ورځو پورې له الحاقي پروټوکول څخه وځي .

هغه نن په ټویټر پیغام کښې اټومي تړون ته د بیرته ستنیدا لپاره امریکا او اروپايي هیوادونو ته د مهلت ختمیدا ته په اشارې سره وویل د بایکاټونو په اغیز شیندونکي ډول له لغو  کیدا پرته له الحاقي پروټوکول څخه د ایران وتل پریکنده او حتمي دي .

حسین امیر عبداللهیان وویل بې شکه ایران به نور د امریکا او د دریو(۳) اروپايي هیوادونو بریتانیا ، فرانسې او د جرمني د  پوچو ژمنو ، عکس  اخیستلو او د غونډو د ترسره کولو په تمه کې نني .

امریکا د دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال د مي د میاشتې په اتمه (۸)نیټه په غیر قانوني ډول له اټومي تړون ووتله او د ایران پرضد د پخوانیو  بایکاټونو په لګولو سربیره یې د تهران پرضد نور نوي بندیزونه هم ولګول .

د ایران اسلامي جمهوریت تر یوه(۱) کال پورې د اټومي تړون په چوکاټ کښې  په خپلو اټومي ژمنو عمل وکړ خو څرنګه چې د اټومي موافقې اروپايي غړیو هیوادونو په خپلو اټومي ژمنو عمل ونکړ او ناکامه شول ایران هم د دوه زره نولسم (۲۰۱۹) میلادي کال له مي میاشتې راهسې په پینځو (۵) مرحلو کښې خپلې اټومي ژمنې کمې کړې .