امریکا باید عملي اقدام ترسره کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96692-امریکا_باید_عملي_اقدام_ترسره_کړي
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د اټومي اتړون د احیا یوازنۍ لاره د امریکا عملي اقدام او د ایران پرضد د بایکاټونو ختمیدل وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 19, 2021 11:53 Asia/Kabul
  • امریکا باید عملي اقدام ترسره کړي

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د اټومي اتړون د احیا یوازنۍ لاره د امریکا عملي اقدام او د ایران پرضد د بایکاټونو ختمیدل وباله .

هغه نن په ټویټر پیغام کښې د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د ماشه له مکانیزم څخه د امریکا شاتګ ته په غبرګون کښې وویل له اټومي تړون د واشنګټن د وتلو په دلیل پینځه جمع یوه ډله نشته او همداس یوازې ایران او څلور جمع یوه ډله شته .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده په دې خبرې سره چې د امریکا پخواني  ولسمشر ټرمپ خپل هیواد له اټومي تړون وویست او هڅه یې وکړه چې هغه له مینځه یوسي وویل د پینځه جمع یوې ډلې د احیا لپاره امریکا باید عمل وکړي او د ایران پرضد بندیزونه ختم کړي .