امریکا باید عملي اقدام ترسره کړي
Feb 19, 2021 11:53 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د اټومي اتړون د احیا یوازنۍ لاره د امریکا عملي اقدام او د ایران پرضد د بایکاټونو ختمیدل وباله .
هغه نن په ټویټر پیغام کښې د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د ماشه له مکانیزم څخه د امریکا شاتګ ته په غبرګون کښې وویل له اټومي تړون د واشنګټن د وتلو په دلیل پینځه جمع یوه ډله نشته او همداس یوازې ایران او څلور جمع یوه ډله شته .
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده په دې خبرې سره چې د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ خپل هیواد له اټومي تړون وویست او هڅه یې وکړه چې هغه له مینځه یوسي وویل د پینځه جمع یوې ډلې د احیا لپاره امریکا باید عمل وکړي او د ایران پرضد بندیزونه ختم کړي .
ټیګونه