د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر نن تهران ته راځي
ایرنا خبري اژانس وايي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي وویل زه نن تهران ته ورځم چې د ایران له لوړرتبه چارواکو سره د منلو وړ او د ایران له قوانینو سره د سمون خوړونکي یوې (۱) لارې د پیدا کولو لپاره چې وکولای شي په ایران کښې د اساسي حقیقت معلومونې په اړونده فعالیت دوام ولري کتنه وکړم .
هغه پرون په ټویټر پیغام کښې دې ته په اشارې سره چې ایران ته په سفر کښې د بریالیتوب هیله لرم وویل دغه کار د ټولو په ګټه دی .
د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشر جوزپ بورل هم بیګا د بایکاټونو د لغو کولو د قانون د الټي میټم د لغو کیدا په درشل کښې ایران ته د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر رافائل ګروسي سفر مهم وجاجوه .
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس مخکې په یوې(۱) خبر پاڼه کښې وویل د دغه اژانس مشر رافائل ګروسي ټاکل شوی دی چې د ایران له لوړرتبه چارواکو سره د داسې حل لارې په هکله چې د اټومي فعالیتونو د حقیقت د معلومولو دوام تضمین کړي او د لورو د موافقې وړ ووسي خبرې اترې وکړي .
د ایران پارلمان د تیر میلادي کال د دسمبر د میاشتې په لومړۍ(۱) نیټه د بایکاټونو د لغو کیدا د قانون په تصویبولوسره حکومت ژمن کړ د امریکا د بایکاټونو د دوام په بڼه کښې له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره ملګرتیا محدوده کړي او په اټومي تړون کښې د لیکل شویو ژمنو د کمولو په هکله نور ګامونه پورته کړي .