کلابندۍ او قحطۍ د یمن د خلکو پرضد د تیریګرو وسله ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96706-کلابندۍ_او_قحطۍ_د_یمن_د_خلکو_پرضد_د_تیریګرو_وسله_ده
زمونږ خبریال وايي په یمن کښې د ایران سفیر حسین ایرلو کلابندۍ او قحطۍ د یمن د خلکو پرضد د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف وسله وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2021 01:18 Asia/Kabul
  • کلابندۍ او قحطۍ د یمن د  خلکو پرضد د تیریګرو وسله ده

زمونږ خبریال وايي په یمن کښې د ایران سفیر حسین ایرلو کلابندۍ او قحطۍ د یمن د خلکو پرضد د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف وسله وبلله .

هغه پرون وویل په یمن تیري کونکي وروسته له دې چې پوه شول د جنګ دوام د صنعا په ګټه دی په  سیاسي حل لارې یې تمرکز وکړ  او نور کسان په کارړنګونو تورنوي .

په یمن کښې د ایران سفیر حسن ایرلو دې ته په اشارې سره چې تیریګر له کلابندۍ او قحطۍ څخه د یمن د  ولس پرضد د وسلې په توګه استفاده کوي وویل دغه چاره د هغوې له شعارونو سره چې پکښې د انسان دوستۍ ادعا کوي په تضاد کښې ده او په حقیقت کښې د ملتونو پرضد د  هغوې د غیر انساني کړچار ښودنه کوي .

سعودي عربستان د متحده عربي اماراتو  د ،امریکا ، د  انګلستان او د ځینو نورو هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن پرضد جنګ ، کلابندۍ او د ځمکې ، هوا او د سمندر له لارې کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .