د ایران سفارت په افغانستان کې هدفمند وژنې وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96824-د_ایران_سفارت_په_افغانستان_کې_هدفمند_وژنې_وغندلې
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت، د افغانستان د ښاریزو په خلاف د غیر انساني او تاوتریخوالي اقداماتو او په دغه هیواد کې په دې وروستیو کې هدفمند وژنې وغندلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2021 11:12 Asia/Kabul
  • د ایران سفارت په افغانستان کې هدفمند وژنې وغندلې

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت، د افغانستان د ښاریزو په خلاف د غیر انساني او تاوتریخوالي اقداماتو او په دغه هیواد کې په دې وروستیو کې هدفمند وژنې وغندلې.

د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت نن په یوه بیانیه کې د خواخوږۍ په څرګندولو سره وایي، له بده مرغه، په دې وروستیو اونیو کې د افغانستان د وګړو په وړاندې تاوتریخوالۍ او غیر انساني کړنې په بې پروايۍ سره دوام لري ، او نړیواله ټولنه په بې باورۍ سره د هغو کسانو د جنایتونو دردونکي صحنې ویني چې په دې لاره کې خپلې ناوړه اهداف تعقیبوي.
د دې بیانیه په دوام کې د دا ډول وحشي او غیر مشروع چلند غندنه کړې، او ټینګار په کې شوې چې د تروریزم سره مبارزه، د هغه کسانو مشروعیت او وقار ته زیان رسوي چې دا ډول ناوړه جنایتونه کوي.
په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په دغه بیانیه کې زیاته کړه د داشان مجرمینو اصلي بڼه به پټه نه وي او دوي به له مجازاتو معاف نشي.