د اسلامي انقلاب معظم رهبر دوه نيالګي وکرل
Mar 05, 2021 10:11 Asia/Kabul
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د طبيعي سرچينو د هفتې او د شجرکارۍ د ملي ورځې په درشل کښې دوه نيالګي وکرل.
د ايران پرېس د رپوټ له مخې حضرت ايت الله العظمی سيد علي خامنه اي نن د طبيعي سرچينو د هفتې په درشل او د شجرکارۍ د ملي ورځې په مناسبت د رهبرۍ د دفتر په انګڼ کښې دوه نيالګي وکرل.
په ايران کښې د مارچ له شپږمې نه تر ديارلسمې نېټې موده د طبيعي سرچينو هفتې په توګه نومولې شوې ده چې د دغې هفتې ووړمبنۍ ورځ د مارج شپږمه نېټه ده چې د شجرکارۍ ملي ورځ ده.
ټیګونه