د قاسم سلیماني د قاتلینو سمبولیکه محاکمه
د مشهد په ازاد اسلامي پوهنتون کې د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان سردار قاسم سلیمانی د قاتلینو سمبولیکه محاکمه تر سره شوه.
زموږ د خبریال د راپور سره سم، دغه محاکمه د رضوي خراسان د عدلیې د ریاست مشر، قاضات، وکیلان، د ازاد اسلامي پوهنتون مشر او د رهبري د ستر مقام د دفتر استازی په حضور کې تر سره شوه.
په دغه محاکمه کې د سردار قاسم سلیماني د قاتلینو په ضد شکایتونه وړاندې شول او وکیلانو هم خپلي دفاعیې وړاندې کړې او محاکمه ګډونوالو ته د سردار سلیمانی نښې ورکول شوې.
د دغي محکمې جوړوونکی او د حقوقو د پوهنځۍ د فرهنګی چارو مشر حجت الاسلام علی موحدی راد وویل: زموږ په باور د امریکا له لوري د سردار قاسم سلیمانی ټرور یو ستر جنګی جنایت دی، ځکه چي سردار سلیمانی د عراق د دولت په بلنه دې هیواد ته په سفر تللی و، د جنایتکارانو محاکمه د ایرانی ولس حقه غوښتنه ده.