د مبعث احتر د نړۍ د ټولوعدالت غواړو اختر دی
د مبعث احتر د نړۍ د ټولو عدالت غواړو اختر دی
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د مبعث لوی او نېکمرغه اختر د نړۍ د ټولو عدالت غواړو اختر وباله.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د مبعث لوی او نېکمرغه اختر د نړۍ د ټولو عدالت غواړو اختر وباله.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې ایت الله خامنه اي نن د رسول الله مبارک (ص) د مبعث د اختر په مناسبت دغه اختر د ایران او اسلامي امت ټولو خلکو او د نړۍ ازادي غواړو ته مبارک کړ او وې ویل چې د مبعث اختر د نړۍ د ټولو عدالت غواړواختر دی.
د رهبرۍ ستر مقام زیاته کړه. په مبعث کې په داسې یوه ورځ د سول الله مبارک حضرت محمد (ص) زړه د ډېر قیمتي الهي امانت خزانه شوه یعنې د خدای د وحي. او د نړۍ تر ټولو درون مسوولیت د هغه حضرت په پیاوړو مټو واچول شو چې تر قیامته پورې د بشر د هدایت مسوولیت دی.
ایت الله خامنه ای جوته کړه. و د توحید معنا یوازې دا نه ده چې انسان په خپل ذهن کې یوه عقیده پېدا کړي چې خدای یو دی.
ده وویل: د توحید یوه بله مهمه معنا هم شته او هغه دا چې انسان الهي حاکمیت ومني.
عزیزانو د دغه خبر تفصیلات به څو شیبې وروسته درته وړاندې شي.