د مبعث احتر د نړۍ د ټولو عدالت غواړو اختر دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97490-د_مبعث_احتر_د_نړۍ_د_ټولو_عدالت_غواړو_اختر_دی
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د مبعث لوی او نېکمرغه اختر د نړۍ د ټولو عدالت غواړو اختر وباله.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Mar 11, 2021 09:22 Asia/Kabul
  • د مبعث احتر د  نړۍ د ټولو عدالت غواړو اختر دی

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د مبعث لوی او نېکمرغه اختر د نړۍ د ټولو عدالت غواړو اختر وباله.

 

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د مبعث لوی او نېکمرغه اختر د نړۍ د ټولو عدالت غواړو اختر وباله.

زمونږ د خبریال د راپور له مخې ایت الله خامنه اي نن د رسول الله مبارک (ص) د مبعث د اختر  په مناسبت  دغه اختر د ایران او اسلامي امت ټولو خلکو او د نړۍ ازادي غواړو ته مبارک کړ او وې ویل چې د مبعث اختر د نړۍ د ټولو عدالت غواړواختر دی.  

 د رهبرۍ ستر مقام زیاته کړه.  په مبعث کې په داسې یوه ورځ د سول الله مبارک حضرت محمد (ص) زړه  د ډېر قیمتي الهي امانت خزانه شوه یعنې د خدای د وحي. او د نړۍ تر ټولو درون مسوولیت د هغه حضرت په پیاوړو مټو واچول شو چې تر قیامته پورې د بشر د هدایت مسوولیت دی.

ایت الله خامنه ای جوته کړه. و د توحید معنا یوازې دا نه ده چې انسان په خپل ذهن کې یوه عقیده پېدا کړي  چې خدای یو دی.

 ده وویل: د توحید یوه بله مهمه معنا هم شته او هغه دا چې انسان الهي حاکمیت ومني.

عزیزانو د دغه خبر تفصیلات به څو شیبې وروسته درته وړاندې شي.