خطیب زاده:
د بندیزونو تر لیري کېدو وروسته به ایران خپل جبرانوونکي اقدامات ودروي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ چي د امریکا له خوا د لګول شویو بندیزونو تر لیري کېدو وروسته لکه څرنګه چي د اسلامي انقلاب ستر لارښود فرمایلی دی ایران به خپل جبرانوونکي اقدامات ودروي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د الاخبار د خبري چېنل سره په مرکه کې وویل: د امریکا له خوا د لګول شویو بندیزونو تر لیري کېدو وروسته لکه څرنګه چي د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه ای فرمایلی دی ایران به هم خپل جبراني اقدامات ودروي.
د خطیب زاده په وېنا: د برجام د موافقې په اساس د ژمنو د پلي کېدو راستي ازموینې به د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ له خوا تر سره شي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک له ژمنو څخه د امریکا د سرغړوی او برجام ته د دې هیواد د بیرته استنېدو په وړاندې د ایران دریځ روښانه دی چي په ځلونو د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف له لوري په ځیر سره ویل شوی دی.