برجام ته د امریکې د ستنیدو په لړ کښې څواړخیز ډیپلماټیک تحرکات
د ایران اسلامي جمهوریت د اروپایانو او د امریکې د نوي حکومت ترمینځ هیڅ فرق نه کوي
د ایران اسلامي جمهوریت د اروپایانو او د امریکې د نوي حکومت ترمینځ هیڅ فرق نه کوي
پریس ټي وي خبر ورکړی چې په دې هکله په خپل دریځ باندې د ایران په ټینګار سره چې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په واکمنې شورا کښې د ایراني ضده پریکړه لیک تصویبیدل به له دغه ارګان سره د درې میاشتنۍ موافقې د ختمیدو په معنا نه وي، ویلي دي: اروپایانو د حکامو په شورا کښې ایراني ضده پریکړه لیک، له ناچارۍ، بیرته واخیسته.
د دغه رپورټ له مخې امریکا هم په بهر کښې د ایارن د ځینو بلاک شویو پیسو د آزادیدو په شمول په ایران باندې د موجودو بندیزونو له ګام په ګام ختمولو سره هیڅ مخالفت نه لري خو نه غواړي چې د منابعو دغه آزادي له ایران سره د غیررسمي او حتی غیرعلني غونډې له ترسره کیدو مخکښې ترسره شي.
په دغه رپورټ کښې راغلي دي چې (د ګام په وړاندې ګام) طرحې اروپایان د برجام په موضوع کښې رول لوبنې ته هیله مند کړي دي او هغوي هڅه وکړه چې په آژانس کښې د ایراني ضده پریکړه لیک د طرحې بیرته اخیستل چې په اصل کښې د ایران د رسمي ګواښ په نتیجه کښې یې بڼه نیولې وه، د ګام په مقابل کښې د ګام د طرحې د پرمخ بیولو لپاره ایران ته د خپل ښه نیت د ښودلو په توګه وګڼي.
اروپایان چې په ځان باندې په باور سره لاهم فکر کوي چې د ایټمي موافقې مدافع دي، حتی په ایران باندې د تیلو د بندیز ختمیدل هم چې د ټرمپ حکومت له ایټمي موافقې په وتلو سره لګولې و، یو ګران کار ګڼي چې هوارې یې خامخا له امریکې سره د ایران غونډې او ناستې ته ضرورت لري.
د پریس ټي وي په دغه رپورټ کښې راغلي دي: امریکې حتی په جنوبي کوریا کښې د ایران د یو میلیارډ ډالرو په آزادولو کښې چې نیت یې درلود هغه له ایران سره د غونډې نتیجه اعلان کړي، خپل نظر بدل کړ او کله چې معلومه شوه چې ایران د ټولو بندیزونو په لغو کیدو ټینګار لري نو له هغې محدودې آزادونې سره یې هم مخالفت وکړ.