ایران ته د کرونا هندي واکسن د دوهمې جوپې لېږد
Mar 17, 2021 12:52 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د درملو د ادارې ویاند اعلان وکړ چي له هندوستان څخه د کرونا ضد واکسن دوهمه جوپه ایران ته پر لارې ده.
د ایران د درملو او خوړو د ادارې ویاند کیانوش جهانپور وویل: د هندوستان جوړ (کوواکسن) په نامه د کرونا ضد ۳۷۵ زره واکسنونه تهران ته پر لاري دي.
نوموړي زیاته کړه: تر دې دمه له روسیې او هند څخه مو کابو ۹۲۰ زره د کرونا ضد واکسنونه وارد کړي دي.
کوواکسین د هندوستان د باهارات بیوتک د کمپنۍ له خوا جوړ شوی دی.
د کرونا سره د مقابلې د کمېتې د ویاند له راپور سره سم، تر دې دمه یو میلیون ۲۶۰ زره بېلابېل د کرونا واکسنونه ایران ته وارد شوي دي.
ټیګونه