د حضرت عباس علمدار(ع) نېکمرغه ميلاد دې ټولو ته مبارک وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97760-د_حضرت_عباس_علمدار(ع)_نېکمرغه_ميلاد_دې_ټولو_ته_مبارک_وي
د شعبان يا شوقدر د مياشتې څلورمه نېټه د حضرت ابوالفضل العباس علمدار (ع) نېکمرغه ميلاد کليزه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2021 04:37 Asia/Kabul
  • د حضرت عباس علمدار(ع) نېکمرغه ميلاد دې ټولو ته مبارک وي

د شعبان يا شوقدر د مياشتې څلورمه نېټه د حضرت ابوالفضل العباس علمدار (ع) نېکمرغه ميلاد کليزه ده.

د ۲۶ هجري قمري کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې په څلورمه نېټه د وړومبني معصوم حضرت امام علي (ع) فرزند حضرت عباس (ع) چې ابوالفضل، قمبر بني هاشم، علمدار کربلان او سقا لقبونه لري په مدينه ښار کښې دنيا ته راغے.

د هغۀ د مور بي بي نوم حضرت ام البنين ؤ چې د حضرت بي بي فاطمه زهرا (س) له رحلت وروسته د امام علي (ع) د کورودانے وياړ حاصل کړ.

حضرت ابوالفضل العباس (ع) د عاشورې د پاڅون حماسه جوړونکے دے چې په خپلې قربانۍ، سرښيندنې او شهادت سره يې د خپلې زمانې له امام سره د خپلې عقيدت او عشق ښودنه وکړې شوو او د حقيقت د لارې لارويانو لپاره يې د وفادارۍ د داسې وړې بېلګې لقب يې حاصل کړ.

د ايران د اسلامي جمهوريت په تقويم کښې د حضرت ابوالفضل عباس د ميلاد کليزه د جانبازانو ورځ نومولې شوې ده.

مونږ د ايران د اسلامي جمهوريت د رېډيو او ټيلي ويژن د ادارې لخوا د نړۍ ټولو مسلمانانو او پتياليو انسانانو په تېره بيا تاسو قدرمنو اورېدونکو ته د زړۀ له کومي مبارکي وايوو.