سپاه پاسداران د اسلامي ایران سټراټیجک قدرت او غوره ظرفیت دی
د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د هیواد سټراټیجک طاقت او غوره وړتیا وبلله.
د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د هیواد سټراټیجک طاقت او غوره وړتیا وبلله.
جنرال امیر حاتمي په یوه خبرپاڼه کښې د پاسدار د ورځې په مبارکۍ سره د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د اسلامي انقلاب د ساتنې او د دښمنانو، د سلطې د نظام او د نړیوال استکبار د پلانونو د شنډولو لپاره د ولس وړتیا وبلله.
د ایران دفاع وزیر په دغه پیغام کښې په مختلفو او برخلیک ټاکونکو پړاؤنو کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ارزښتناکو، اغیزناکو او میړنیو اقداماتو قدرونه وکړه.
هغه هم داشان له دفاع وزارت سره د سپاه پاسداران سټراټیجک تړون او اړیکه د یووالي مثال او د اسلامي وطن مخې ته له پرتو ګواښونو سره د مقابلې په لړ کښې د چمتووالي او د پایداره امنیت لپاره د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د حکیمانه او مدبرانه قومندانۍ لاندې د اسلامي ایران د وسله والو قواؤ واحد او مظبوط مټ وباله.