خطیب زاده:
ایران له امریکې څخه هیڅ پیغام نه دی تر لاسه کړی
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: ایران تر دې دمه د امریکې له نوي ادارې څخه هیڅ ډول پیغام نه دی تر لاسه کړی.
د سپیني ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار د فبرورۍ په لسمه ادعا وکړه چي د امریکې نوې ادارې د بایډن په مشرۍ ایران سره په غیر مستقیم توګه د خبرو اترو په حال کې ده، هغه وویل: ایران سره په غیر مستقیم توګه ډیپلماسۍ په جریان کې ده.
سعید خطیب زاده د جمعې په ورځ د روسیې له سپیوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کې د سالیوان دغه ادعا دروغ وباله.
هغه زیاته کړه: له هغه ځای چي امریکې له یوې نړیوالې موافقې څخه وتلې ده ایران هم په نظر کې نه لري امریکې ته کوم پیغام واستوي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د برجام نړیواله موافقه یوه مشخصه تګ لورۍ لري په دې خاطر برجام ته د راستنېدو په اړه له امریکې سره هیڅ ډول خبرو اترو ته ضرورت نه شته، موږ د هیڅ ډول پیغام تر لاسه کولو او یا هم د استولو ضرورت نه وینو.
نوموړي یادونه وکړه چي یواځینی اړین کار دا دی چي امریکې په خپلو ژمنو عمل وکړي او برجام ته راستانه شي او په ایران باندې لګېدلي بندیزونه ختم کړي.