ظریف:
اروپایي ټروئیکا دې د برجام په وړاندې مسئولانه کړچار خپل کړي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: اروپایي اتحادیې او امریکا دي د برجام د نړیوالي ایټمي موافقې له اول نمبر دښمن سره د یو موټۍ کېدو پر ځای مسئولانه چلند خپل کړي.
محمد جواد ظریف د ایران د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ په خپل ټوییټر کې د برتانیې، جرمني او فرانسې د بهرنیو چارواکو ته په خطاب کې ولیکل: اروپایي ټروئیکا د یو داسي ترهګر رژیم د خوښحاله کولو لپاره چي غیرقانوني ایټمي وسلې لري، ایران ته سپارښتنه کوي چي مسئولانه چلند غوره کړي.
ظریف زیاته کړه: د برجام د نړیوالي ایټمي موافقې د ژوندي پاته کېدو یواځینې لامل د ایران مسئولانه کړچار دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګڼده کړه چي اروپایي اتحادیې او امریکا دي د برجام د نړیوالي ایټمي موافقې له اول نمبر دښمن سره د یو موټۍ کېدو پر ځای مسئولانه چلند خپل کړي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۲۳۱ پرېکړه لیک ته غاړه کښېږدوي.
دا په داسي حال کې دی چي د اسرائیل ترهګر رژیم د غیرقانوني ایټمي وسلو د جوړولو سره سره په ایران باندې د چټي تورونو په لګولو سره د برجام موافقې له پلي کېدو سره مخالفت کوي.