د ایران د سیستان بلوچستان په استان کې ټروریستي چاودنه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97888-د_ایران_د_سیستان_بلوچستان_په_استان_کې_ټروریستي_چاودنه_شوې
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قرارګاه د سیستان او بلوچستان په استان کې له یوې ترهګریزي چاودنې خبر ورکړ چي د امله یې یو تن وژل شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2021 10:55 Asia/Kabul
  • د ایران د سیستان بلوچستان په استان کې ټروریستي چاودنه شوې

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قرارګاه د سیستان او بلوچستان په استان کې له یوې ترهګریزي چاودنې خبر ورکړ چي د امله یې یو تن وژل شوی دی.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قرارګاه نن د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره د ساروان ولسوالۍ په ښار کې له یوې چاودنې خبر ورکړ چي د امله یې یو تن وژل شوی او درې تنه ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلې: نړیوال استکبار پوري اړوندي ترهګري ډلګۍ د سراوان ښار په چوک کې د یوې ړندې تروریستي چاودنې په مټ څلورو عامو لارویانو ته مرګژوبله اړولې ده.

په یاده چاودنه کې یو تن ملکي وګړی وژل شوی او د یوې ښځې په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي.

سراوان ولسوالۍ د سیستان او بلوچستان له مرکز زاهدان څخه ۳۴۳ کیلو مټره لیري واقع شوې ده چي د پاکستان له باډر سره اړخ لګوي.

د جیش الظلم ترهګري ډلي ۲۰ ورځې مخکې هم په سراوان کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په اینجنرانو برید کړی و چي د امله یې یو تن ټپي شوی و او یو تن بیا لادرکه شوی دی.