بندیزونو ته باید ماته ورکړو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97898-بندیزونو_ته_باید_ماته_ورکړو
د ایران د اسلامي جمهوریت د دولت ویاند ټینګار وکړ چي بندیزونه باید په شا وتمبول شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2021 12:49 Asia/Kabul
  •  بندیزونو ته باید ماته ورکړو

د ایران د اسلامي جمهوریت د دولت ویاند ټینګار وکړ چي بندیزونه باید په شا وتمبول شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د دولت ویاند علی ربیعی ایرنا ته وویل: د ایران ولس له عزت څخه په ساتنې سره باید په همدغه دولت کې بندیزونه په شا وتمبول شي.

د دولت ویاند زیاته کړه: په بهر کې مو هم په داسي ډول عمل کړی چي د نړۍ په سیاسي تاریخ کې مو په یوه بې سارې پېښه کې امریکا ته تر دې حده ماته ورکړې چي له انزوا سره مخه شوې ده او په نړیواله کچه کې مو اخلاقي بریالیتوب تر لاسه کړی دی.

ربیعي په ۱۳۹۹ لمریز کال کې رامینځ ته شوي بېخ بناو ته په اشارې سره وویل: دغو بېخ بناوو ته په کتو سره په نوی کال کې به د کرونا په ناروغۍ په وړاندې هم بریالیتوب تر لاسه کړو.

نوموړي پرانیستل شویو پروژو ته په اشارې سره وویل: دغي پروژې په هیواد کې به کسب او کار ته وده ورکړي.