د ایران رسمي وخت یو ساعت مخکښې کړی شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97908-د_ایران_رسمي_وخت_یو_ساعت_مخکښې_کړی_شو
د ایران رسمي ساعت نن یوه ګینټه مخکښې کړی شوی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 22, 2021 01:16 Asia/Kabul
  • د ایران رسمي وخت یو ساعت مخکښې کړی شو

د ایران رسمي ساعت نن یوه ګینټه مخکښې کړی شوی دی

د ایران رسمي ساعت نن یوه ګینټه مخکښې کړی شوی دی

د اسلامي شورا د تصویب کړي، د ایران د رسمي وخت د بدلولو د قانون له مخې د ایران رسمي ساعت د هر کال د وري د میاشتې په اوله نیټه (د مارچ په ۲۱) د شپې په دولس بجې، یوه ګینټه مخکښې بوول کیږي.

په ایران کښې دغه قانون د پسرلي او اوړي په موسمونو کښې د ورځې له رڼا د لازیاتې استفادې او د انرجۍ د استعمال د کمولو په موخه پلي کیږي.

د ایران رسمي ساعت د هر کال د وږي د میاشتې په دیرشمه یعنې د ستمبر د میاشتې په یوویشتمه نیټه د شپې په دولس بجې، په یوه ګینټه شاته کولو سره، تیر حالت ته ستنیږي.