د ایران د پیسو په ورکړې د برتانیې د دفاع وزیر ټینګار
د برتانیې د دفاع وزیر ټینګار وکړ چي باید د ایران ۴۰۰ میلیون پوند پیسې دې هیواد ته ورکړو.
د برتانیې د دفاع وزیر بن والاس ټایمز لندن ته وویل: موږ په ښکاره توګه اعلان وکړ چي باید د ایران پور ورکړو او د پیسو د انتقالولو لپاره یوه لاره ولټوو.
والاس د ایران د پور په ادا کولو کې له بندیزونو څخه د یو خڼد په توګه یادونه وکړه او د ایران د قانوني حق په ورکړه کې ځند په دې توګه توجیه کړه او ادعا وکړه چي د برتانیې دولت قانون نه شي تر پښو لاندې کولای.
ایران په برتانیې باندې ۴۰۰ میلیون پونډه پور غواړي، دغه پیسې د برتانیې جوړ چیفټن ټانګونو د رانیولو لپاره په ۱۹۷۴ میلادي کال کې برتانیې ته ورکول شوي وې.
په ایران کې د اسلامي انقلاب په راتلو سره برتانیې هم ایران ته د ټانګونو له ورکړي څخه تر شاه شوه.
د نړیوالي محکمې له حکم سره سم برتانیې باید د ایران پیسې بیرته ورکړي.