د ایران پوهنیزي ودي د دښمنانو اندېښنې راپارولي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97952-د_ایران_پوهنیزي_ودي_د_دښمنانو_اندېښنې_راپارولي
د ایران د فوځ د استراتیجیکو څېړنو د مرکز مشر وویل چي دښمنان د ایران له پوهنیزي ودي او ځان بساینې څخه وېره لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2021 03:01 Asia/Kabul
  • د ایران پوهنیزي ودي د دښمنانو اندېښنې راپارولي

د ایران د فوځ د استراتیجیکو څېړنو د مرکز مشر وویل چي دښمنان د ایران له پوهنیزي ودي او ځان بساینې څخه وېره لري.

د ایران د فوځ د استراتیجیکو څېړنو د مرکز مشر برید جنرال احمد رضا پوردستان ایراني ساینس پوه شهید محسن فخری زاده ته په اشارې سره وویل: فخري زاده په پوهنیز او اخلاقي ډګرونو کې یو وتلی کس و چي د ایران دښمنانو له ویري او مایوسۍ له امله د هغه په ټرور لاس پوري کړل.

برید جنرال پوردستان زیاته کړه: دښمنان د ایران له پوهنیز اقتدار او ځواک څخه وېره لري، ځکه چي پوهنیز اقتدار د نړیوال استکبار په وړاندې د هیواد د خپلواکۍ زمینه برابروي.

د پوردستان په وېنا: شهید فخري زاده په ناپېژانده توګه مهم او حساس فعالیتونه تر سره کول.