تهران ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر سفر
Mar 23, 2021 03:02 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تهران ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر د سفر خبر ورکړ.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل: د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف په بلنه به د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې د جمعې په ورځ تهران ته راشي.
خطیب زاده زیاته کړه چي په دغه سفر کې به وانګ یي د ظریف سره د خبرو اترو تر څنګ به د ایران له ولسمشر حسن روحانی سره هم لیده کاته وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د چین او د ایران د استراتیجیکو همکاریو د پیاوړي کېدو لارې چارې او د سیمه ایزو او نړیوالو حالاتو په اړه سلامشورې د دې سفر له اصلي موخو څخه وګڼل.
په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د ایران اود چین ډیپلوماټیکي اړیکې ۵۰ کلن کیږي.
ټیګونه