بندیزونه د امریکې لپاره هیڅ ګټه نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98066-بندیزونه_د_امریکې_لپاره_هیڅ_ګټه_نه_لري
په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی د ایټمي نړیوالي موافقې په اړه د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر ادعاو ته په ځواب کې وویل:  پر ایران باندې لګول شوي ظالمانه بندیزونه به د امریکې لپاره هیڅ ګټه نه ولري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 25, 2021 13:10 Asia/Kabul
  • بندیزونه د امریکې لپاره هیڅ ګټه نه لري

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی د ایټمي نړیوالي موافقې په اړه د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر ادعاو ته په ځواب کې وویل:  پر ایران باندې لګول شوي ظالمانه بندیزونه به د امریکې لپاره هیڅ ګټه نه ولري.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی مجید تخت روانچي څرګنډه کړه: امریکا ادعا کوي چي بال د ایران په ځمکه کې دی، خو د نوې ادارې د راتلو څخه د دوو میاشتو په تېرېدو سره لاهم امریکا د برجام د موافقې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۲۲۳۱ پرېکړه لیک څخه سرغوړنو ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړه: د بایډن ادارې په دې باندې چي په ایران باندې د ټرامپ د فشار سیاست ماته خوړلې اعتراف کړی خو له دې سره سره بیا هم هغه د فشار سیاست ته یې دوام ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چهار شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې په بروکسل کې له برجام نړیوالي ایټمي موافقې څخه د امریکې د یو اړخیز وتلو ته د اشارې پرته هڅه وکړه چي په موافقې باندې د ژمن پاته کېدو مسئولیت د ایران په غاړه واچوي.

انتونی بلینکن په دغه خبري ناسته کې ادعا وکړه چي واشنګټن ډيپلماسۍ ته تیار دی خو ایران تر دې دمه خبرو ته تیار شوی نه دی، په دې خاطر بال د ایران په ځمکه کې دی.

د امریکې نوی ولسمشر بایډن چي تر دې مخکې ویلي وه چي واک ته تر رسېدو وروسته به پر ایران باندې غیرقانوني لګېدلي بندیزونه لیري کړي او د برجام نړیوالي ایټمي موافقه ته راستون شي په وروستیو ورځو کې اعلان وکړ چي امریکې یواځې په هغه صورت کې برجام موافقې ته راستانه کیږي چي ایران خپل جبراني اقدامات راوګرځوي.

د ایران اسلامي جمهوریت د امریکې او د اروپایي هیوادونو چټي وعدو او ژمنو ته په کتو سره ویلي چي ایران به یواځې هغه وخت خپل اقدامات راوګرځوي چي امریکې برجام نړیوالي موافقې ته راستانه شي او په ایران باندې لګېدلي غیرقانوني بندیزونه لیري کړي.

ایران همدارنګه یادونه کړې چي برجام نړیوالي موافقې ته د امریکا د بیرته استنېدو لپاره هیڅ نوې شرایط یا غوښتنې نه شي منلای.