د ایران د ملت پرضد د امریکا اقتصادي ترهګرۍ دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98266-د_ایران_د_ملت_پرضد_د_امریکا_اقتصادي_ترهګرۍ_دوام_لري
ایران پریس خبري اژانس وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني په تیر کال کښې د ایران د ملت پرضد د امریکا بایکاټونو او اقتصادي مشکلاتو ته په اشارې سره وویل د ایران د ملت پرضد اقتصادي ترهګرۍ او بې ساری جنایت اوس هم دوام لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2021 10:05 Asia/Kabul
  • د ایران د ملت پرضد د امریکا اقتصادي ترهګرۍ دوام لري

ایران پریس خبري اژانس وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني په تیر کال کښې د ایران د ملت پرضد د امریکا بایکاټونو او اقتصادي مشکلاتو ته په اشارې سره وویل د ایران د ملت پرضد اقتصادي ترهګرۍ او بې ساری جنایت اوس هم دوام لري .

حسن روحاني نن د بازار د تنظیم د کمیټۍ په غونډې کښې وویل ټول پوهیږي چې مونږ د ایران پرضد له یوه درې (۳) کلن اقتصادي جنګ سره مخ یو او ټول مشهور او مهم نظر خاوندان اعتراف کوي که چیرې دا ډول اقتصادي جنګ د بل کوم هیواد پرضد تپل کیدلی نو د هغه هیواد اقتصاد به دړې وړې کیده .

د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل مونږ په تیرو دریو (۳) کلونو کښې دغه ټول اقتصادي مشکلات وزغمل  امریکا حتی د ایران د خلکو په ضرورت وړ اساسي شیانو  او خواړو کښې هم لاسوهنه وکړه او په ډیرو موردونو کښې یې د ایران پرضد بندیزونه ولګول .

دا د تاریخ په اوږدو کښې د امریکا ترټولو ستر شرم یعني اقتصادي ترهګرۍ او بې ساری جنایت دی چې د دنیا خلکو هغه ولید او اوس هم دوام لري .