د عملیاتي پروګرام په چوکاټ کښې ملګرتیاو ته چمتو یوو
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په سیمه کښې د ثبات او د پیوستون په رامینځته کولو کښې د افغانستان د تاجیکستان او د ایران د ملګرتیاو اهمیت ته په اشارې سره د یوه(۱)عملیاتي پروګرام په چوکاټ کښې د کلتوري ملګرتیاو د پیلیدا لپاره د تهران چمتووالی اعلان کړ .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په دوشنبې ښار کښې د اسیا د زړه د کانفرنس په څنګ کښې د افغانستان او د تاجیکستان له خارجه وزیرانو سره په کتنې کښې په سیمه کښې د ثبات او د پیوستون په رامینځته کولو کښې د دریو (۳) هیوادونو د ملګرتیاو اهمیت ته په اشارې سره د یوه (۱)عملیاتي پروګرام په چوکاټ کښې د کلتوري ملګرتیاو د پیلیدا لپاره د ایران چمتووالی اعلان کړ .
د تاجیکستان خارجه وزیر هم د ایران بډایه کلتور ته د احترام په ترڅ کښې د افغانستان د تاجیکستان او د ایران کلتوري ګډولې د سیمه ییز پیوستون ستره بیلګه وبلله او د نوروز د لرغونو دستورو په یادونې سره یې د درې (۳)هیوادونو د ګډو کلتوري پروګرامونو د تعریفولو وړاندېز یې وکړ .
د افغانستان خارجه وزیر هم د سیمې په موضوعګانو کښې د درې واړو هیوادونو د ګډو نظرونو په ارزښمن بللو سره چمتو والی اعلان کړ چې د واحدې عملیاتي لارې د نقشې پراساس د درې(۳) واړو هیوادونو اقتصادي ، کلتوري او سیاسي ملګرتیاوې تعقیب کړي .