د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98410-د_ایران_او_د_افغانستان_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ښې چارې اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته لنډه شان کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2021 06:58 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ښې چارې اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته لنډه شان کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو .

د ایران داسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمي سید علي خامنه اي د نوي هجري لمریز کال د پیلیدا په مناسبت یوې(۱) وینا کښې وویل ایران د قوي مدیریت په شرط یو(۱) ترټولو غوړیدلی اقتصاد کیدلی شي .

نیوزویک مجلې وویل د ایران او د چین ترمینځ موافقې امریکا پریشانه کړي ده .

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله د نیواکي فلسطین او د یمن په شمول د سیمې د ځینو بدلونونو په هکله په شننې سره ټینګار وکړ زمونږ ځینې کسان به قدس ته ورننوځي او هلته به لمونځ ترسره کړي .

د روسیې یوې (۱) محکمې د ماسکو د قانون د خلاف ورزۍ د ځینو شمیرنو له حذفولو د ډډه کولو په خاطر ټویټر اینټرنیټ پاڼه جرمانه کړه .

د روسیې د دغه محکمې د حکم پراساس ټویټر پاڼه باید په شپیتو (۶۰) ورځو کښې کابو دوه څلویښت زره (۴۲۰۰۰) جرمانه ورکړي .

د سعودي عربستان رژیم خارجه وزیر فیصل بن فرحان بن عبدالله له صهیونیسټ رژیم سره د خپل هیواد د اړیکو د عادي کولو لپاره د ریاض پټو او ښکاره هڅو ته په اشارې سره ادعا وکړه د اسرائیلو له جعلي رژیم سره د اړیکو ټینګول د سیمې لپاره زیاتې ګټې لري .

په تیرې پنجشنبې ورځ دیرش(۳۰) کلن  سړي اراده لرله په لاسي بم سره د فرانسې د ولسمشر د ماڼۍ له دیوال واوړي او هلته د ولسمشر امانوئل ماکرون او د هغې د میرمنې د اوسیدو ځاې ته ورشي خو پولیسو هغه او ورسره دوه نور کسان چې د فیلم په جوړولو او د عسکونو په ایستلو بوخت وو ونیول .

وال سټریټ جورنال ورځپاڼې وویل د امریکا ولسمشر جوبایډن دفاع وزارت پینټاګان ته حکم ورکړی له فارس خلیج سیمې څخه د واشنګټن د عسکرو او د تجهیزاتو ایستلو کار پیل کړي .

د امریکا د مشرانو جرګې سینا غړي برني سینډرز په ټویټر پیغام کښې د کورونا کړکیچ په سیوري کښې په هیواد کښې د پرګنو ترمینځ د درز او بې کارۍ او بې وزلۍ په زیاتیدا نیوکې سره وویل په امریکا کښې دوه ویشت (22) میلیونه خلک د خوړلو لپاره کافي خواړه نلري او په میلیونو امریکایان بې روزګاره شوي دي .

سعودي عربستان ته د عراق د لومړي وزیر مصطفي الکاظمي له سفر سره  په یووخت د ټویټر اینټرنیټ پاڼې یوه(۱) استعمالونکي وویل د سعودي عربستان څه د پاسه پینځو زرو (۵۰۰۰) ځان وژونکو له دوه زره دریم (۲۰۰۳)میلادي کال راهسې تراوسه په عراق کښې ځان وژونکي حملې کړي دي خو د لویدیځ هیڅ ادارې تراوسه د ریاض پرضد اعترا ض نه دی کړی .

د دفاعي سیاست د جوړونې په زمینه کښې د امریکا د فکر یوې (۱) فعالې کوټې په یوې (۱)مقالې کښې وویل د یمن چارواکو په پوځ کښې د تکړه انجنیرانو او افسرانو په جذبولو سره خپل توغندوي او د بې پایلوټه الوتکو قدرت زیات کړی دی په دې ډول چې نن سبا حوثیانو ته ماتي ورکول ناممکن دي .

د ملګروملتونو لخوا ایشوا شوي اطلاعات وايي د فرانسې د حکومت د ادعا په اپوټه په مالي هیواد کښې د پاریس په هوايي برید کښې نولس(۱۹) ملکي وګړي وژل شوي او هیڅ وژل شوي سړي سره وسلې نه وې .

د سعودي عربستان او د امریکا د ائتلاف لخوا د یمن د تپلي کلابندۍ او د تیري د شپږو(۶) کلونو له تیریدا سره په یووخت د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر قانوني او حقوقي ادارې د یمن د «هیروشیما »په نوم سره خپل لومړنی حقوقي راپور خپور کړی چې پکښې په یمن کښې د ملکي وګړو پرضد د تیریګرو هیوادونه څاروي ډوله جنایتونه ذکر شوي دي .

()

ګرانو لوستونکو  اوس د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو .

وال سټریټ جورنال ورځپاڼې وویل د امریکا ولسمشر جوبایډن له مینځني ختیځ څخه د واشنګټن د ځینو عسکرو او د تجهیزاتو د ایستلو حکم ورکړی دی .

د افغانستان د خوست د پولیسو قومندان محمد داود امین وویل طالبانو د دوهم () ځل لپاره د چپمن په نوم د افغان او د خارجي عسکرو په ګډې اډې باندې توغندوي حملې وکړې او زیاته یې کړه په دغو توغندوي بریدونو کښې یوشمیر ملکي وګړي ژوبل شوي.

د امریکا نوي حکومت په کلني راپور کښې د اردن سین د لویدیځې غاړې لپاره له نیواکي ټکي استفاده وکړه داسې کار چې پخواني حکومت له دغه ټکي استفاده څنګ ته کړي وه .

د امریکا نوي حکومت وویل د اردن سین په لویدیځې غاړې باندې د صهیونیسټ رژیم کنټرول نیواکګرۍ ګڼي .

د سعودي عربستان په مسجد الحرام کښې د عراق په لومړي وزیر مصطفی الکاظمي باندې په چاقو سره د داعش ډلې د یوه(۱) غړي برید ناکامه شو او بریدګر د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو .

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د تهران د خبرو اترو په غونډې کښې وویل ایران تل د افغانستان ملاتړ کړی دی .

د سعودي عربستان د حکومت مخالفانو وویل د سعودي عربستان رژیم په تیرو کلونو کښې د ولیعهد محمد بن سلمان له سیاستونو سره د نه غږمله کیدا په دلیل د هیواد څه د پاسه زر(۱۰۰۰) مذهبي روحانیون او د جوماتونو خطیبان له کارونو څنګ ته کړي دي .

د لویدیځو هیوادونو او د صهیونیسټ رژیم رسنیو او شناندو وروسته له دې چې د پینځویشت(۲۵) کلن پروګرام په نوم د چین او د ایران د اسلامي جمهوریت د جامعې ملګرتیا د پروګرام سند په تهران کښې د دواړو هیوادونو د خارجه وزیرانو محمد جواد ظریف او د «وانګ يي» لخوا لاسلیک شو اعتراف وکړ د تهران او د پیکینګ ترمینځ دغه تړون د امریکا او د صهیونیسټ رژيم لپاره سټراتيژیکه ماتي ده کومو چې هڅه کوله ایران څنګ ته کړي .

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله وویل د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي  اټکل سم و او امریکا د ځوړتیا په حال کښې ده .

خبري سرچینو وویل د سعودي عربستان رژیم د قطیف ښار په مرکز کښې د «الثوره» واټ د پاسه د ټولو شیعه میشته کوڅو او سیمو د ړنګولو فیصله کړي ده .

د چین سمندري ځواک د امریکا د ګواښونو او سیمې ته د دغه هیواد د دفاع وزیر لئویډ اسټین د سفر په درشل کښې د سمندر په دریو(۳) سترو سیمو  کښې د ډول ډول او بیلابیلو جنګي الوتکو او جنګي کشتیو په ګډون سره ستره پوځي مانوره ترسره کړه .

د اروپا پارلمان په یوې(۱) غونډې کښې چې په عربستان کښې د بشري حقوقو په چورلیز سره ترسره شوه د عربستان په حکومت د نیوکه کونکي خبریال جمال خاشقچي د وژلې په دوسیې کښې د ولیعهد محمد بن سلمان د ځواب د ورکولو غوښتنه وکړه .

()

ګرانو دوستانو اوس به د  کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .

()

هېواد دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې پر خبريالانو بريدونو او يا هم په ټولنه کې د هدفي وژنو په اړه لېکنه کړې ده.

وړاندې د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان غبرګون اخېستل شوی چې ویلې یې دي، طالبان په قصدي توګه خبريالان او د ښځو په ګډون د رسنيو کار کوونکي په نښه کوي چې دې چارې د تل پاتې او عادلانه سولې په برخه کې اندېښنې لا ډېرې کړي دي.

په راپور کې راغلي، د دوی څېړنې ښيي چې طالبانو تر خپل نفوذ لاندې سيمو او ښارونو کې خبريالانو ته بېلابېل ګواښونه کړي او دا چاره د دې لامل شوې ده چې يو شمېر خبريالان له هېواده تېښتې او يو شمېر نور د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شي.

ورځپاڼې لیکلي، دغه سازمان همدارنګه له ملګرو ملتونو او د افغانستان په سوله کې له ښکېلو هېوادونو غوښتي چې د طالبانو په مشرتابه فشار راوړي چې د خبريالانو د خونديتوب په  برخه کې د دغه سازمان غوښتنې ومني او د خپلواکو رسنيو او خبريالانو د خونديتوب لپاره له خپله اړخه اقدامات وکړي.

طالبانو که څه هم تازه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې له دې يې د خبريالانو، علماوو او د مدني ټولنې د فعالينو په وژنه کې لاس لرل رد کړي دي.

 

()

وېسا ورځپاڼې لیکلي چې امریکا د نویو نړیوالو او – سیمه ییزو شرایطو، نوېو انکشافاتو او په افغانستان کې د شل(20) کلن پوځي شتون  د لاسته راوړنو په نظر کې نیولو سره غواړي دلته یوه مرحله پای ته ورسوي او د خپل حضور نوې مرحله په نوې بڼه پیل کړي.

 د ورځپاڼې په وینا چې د تېر په څېر امریکا دغه کار له پاکستان سره په شرېکه او د پاکستان د ګټو په پام کې نیولو سره کوي.

د لیکوال په باور، پاکستان د افغانستان په  سوله کې بېلابېل اهداف لټوي او غواړي چې کابل کې کمزوری او بې ثباته حکومت وي، همدارنګه افغانستان باید د اتصال او زیربنا څخه تر ممکنه حده محروم وي او وګړي خصوصاً ښځې یي  باید له زده کړو څخه محرومې وې، څو له دې لارې اسلام اباد خپلو هدفونو  ته ځان ورسوي.

لېکوال په دې لړ کې پوښتنه کړې چې ولې دې وروستیو کې علمي کدرونه، دیني علماء، د مدني ټولنې فعالان او افغان  مېرمنې وژل کېږي؟

وړاندې د کابل او جلال کې وروستیو هدفي وژنو ته اشاره شوې او په کې لیکل شوي چې دې برخه کې داسې وژنې د یادولو وړ دي چې له ښځو  څخه  د کار او پرمختګ جرأت اخلي.

()

اطلاعات روز ورځپاڼې پوښتنه کړې، که امریکایي ځواکونه په مې میاشت کې ونه وځي، بېرته پر نړیوالو ځواکونو د طالبانو د جنګ پیلولو خبرداری څومره جدي دی او د افغان سولې پر لړۍ به څه اغېز وکړي؟

وړاندې راغلي، د پاکستان ستراتیژیک ملګري چې امریکا او د سیمې هېوادونو سره د طالبانو د اړېکو اصلي چلوونکي دي د دې کار اجازه به ور نه کړي چې بریدونه پیل کړي.

د لېکوال په وینا طالبان به د ځواکونو وتلو وخت پر بدلولو هوکړه کوي او په خورا احتمال سره چې د دې خبرو بندون به د ترکیې  په ناسته کې حل شي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې خوږو لوستونکو  د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه  پاې ته ورسید له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان .