امریکا دې په ایران باندې خپل ټول بندیزونه سمدستي ختم کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98446-امریکا_دې_په_ایران_باندې_خپل_ټول_بندیزونه_سمدستي_ختم_کړي
په دفاعي چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار وویل: امریکا باید د ایران خلاف خپل ټول بندیزونه زرترزره لرې کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2021 00:55 Asia/Kabul
  • امریکا دې په ایران باندې خپل ټول بندیزونه سمدستي ختم کړي

په دفاعي چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار وویل: امریکا باید د ایران خلاف خپل ټول بندیزونه زرترزره لرې کړي.

په دفاعي چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار وویل: امریکا باید د ایران خلاف خپل ټول بندیزونه زرترزره لرې کړي.

د ایرنا د خبر له مخې، حسین دهقان پرون په دې خبرې سره چې برجام یوه څواړخیزه نړیواله موافقه ده چې د ملګرو ملتو په امنیت شورا کښې تصویب شوې او په غړو هیوادونو یې اجرا لازمه ده، زیاته کړه: امریکا په یواړخیزه توګه له برجامه ووتله او ایران یې بایکاټ کړ او دا کار د څواړخیز پالنې په بریاؤ سترګې پټول او په ایران باندې د لازیات دباؤ راوړلو لپاره هڅه ده.

جنرال دهقان دې ټکي ته په اشارې سره چې امریکې په سفارتي سویه هیڅکله ایټمي موافقې ته ستنیدو ته مثبت ځواب نه دی ورکړې، وویل: امریکا دې ایټمي موافقې ته ستنه شي او برجام ته د امریکې ستنیدل د هغو ټولو بندیزونو د لغو کیدو په معنا دي چې د ټرمپ په پړاؤ کښې او حتی د بایډن د حکومت په وړومبنیو ورځو کښې په برجامي فضا کښې لګیدلي دي.