ژان ایو لودریان ته د ظریف سپارښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98470-ژان_ایو_لودریان_ته_د_ظریف_سپارښتنه
د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظر یف پرون په یوه ټویټ کې ولیکل د فرانسې له خارجه وزیر ژان ایولودریان مې وغوښتل چی د ویانا په غونډه کې د ایټمی موافقې په وړاندی رغنده دریځ غوره کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2021 11:10 Asia/Kabul
  • ژان ایو لودریان ته د ظریف سپارښتنه

د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظر یف پرون په یوه ټویټ کې ولیکل د فرانسې له خارجه وزیر ژان ایولودریان مې وغوښتل چی د ویانا په غونډه کې د ایټمی موافقې په وړاندی رغنده دریځ غوره کړی .

ټاکل شوی ده د برجام د ګډ کمیشن غونډه د نهې په ورځ په حضوری ډول په ویانا کی ترسره شی . د دغې غونډې د ترسره کیدا او ایټمی موافقې په اړه د بحثونو له سره پیلیدا په درشل کې یوه اساسی پوښتنه موجوده ده  او هغه دا چی اروپا د برجام د ساتلو لپاره کوم مثبت اقدامات کړی دي ؟

د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظر یف پرون په یوه ټویټ کې ولیکل د فرانسې له خارجه وزیر ژان ایولودریان مې وغوښتل چی د ویانا په غونډه کې د ایټمی موافقې په وړاندی رغنده دریځ غوره کړی .

ظریف زیاته کړه ما له فرانسې وغوښتل چی په دغه موافقه کې خپلو ژمنو ته درناوې وکړی او د امریکا لخوا اعمال شوی غیر قانونی بایکاټونو اجرا ودروی .

د فراسنې خارجه وزیر ته د ظریف سپارښتنه د دغه مهم ټکی یادونکی ده چی برجام ته ستنیدا د مقابلو لورو روغ نیت او ارادې پورې اړه لری .

له ایټمی موافقې د امریکا له وتلو او د واشنګټن له ښکاره خلاف ورزۍ وروسته  ایران له تمې وراخوا په تعامل کې یو کال خپلې ژمنې په بشپړه دول اجرا کړې . په دغه موده کې اروپایان په کلکه په ایټمی موافقه کې د ایران په پاتی کیدتا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چی نه یوازې د برجام په اساس خپلې ژمنې پوره کوی بلکې له ایټمی موافقې د امریکا له وتلو وروسته اوړیدلی تاوانونه به هم جبران کړی ، خو په عمل کی داسې هیڅ ونه شول .

درې اروپایی هیوادونه یعنی جرمنی ، انګلستان او فرانسه پوهیږی چی امریکا د ایټمی موافقې په خلاف ورزۍ سره خطرناک بدعت کړی دې ، په عین حال کی له بندون د وتلو لپاره چی پخپله یې په ایټمی موافقه کې رامینځته کړې دې له ایرانه غواړی چی په یو اړخیزه توګه د برجام ژمنو ته دوام ورکړی .

د بهرنی سیاست د مسلو شناندی سید جلال ساداتیان وایی دا اروپا او امریکا دي چی د  برجام اجرا  یې د خپلو زور وینو او بی وسی یرغمل کړی ده ، نه ایران چی د ایټمی اژانس د ډیرو راپورونو په اساس په ایټمی موافقه کې یې په خپلو ژمنو عمل کړی دی .

حقیقت دا دې چی اروپایانو هیڅکله ونه غوښتل او یا ونه توانیدل چی په دغو کلونو کې خپلواکه رول ولوبوی . خپل فرانسوی همڅنګ ته د ظریف سپارښتنه له دې نظره ښکاره پیغام لری اواروپا لخوا د جدی فیصلې د ضرورت او  برجام په وړاندې په ژمنو او مسولیتونو عمل ضرورت یادونه کوی .

په هر حال اروپا په اوسنی وخت کې دوې لارې پرمخ لری .

لومړی دا چی په ایټمی موافقه کې په خپلو تیروتنو غور کول او د کم کاریانو جبرانول او د امنیت شورا د  ۲۲۳۱ پریکړه لیک په چوکاټ کې د ژمنو په وړاندې عمل پالنه ده چی د نهې ورځې غونډه د اروپا لپاره ازمښت کیدلې شی .

دوهمه لاره ، په خپلو تیرو غلطیو اصرار او د غلطې لارې دوام دې چی په دې بڼه کې به منفعله او له ایټمی موافقې لیری شی .