عراقچي ویانا ته ورسید
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي تیره شپه د ایټمي موافقې د ګډ کمیشن په غونډه کښې د ګډون په موخه د آسټریا پلازمینې ویانا ته رسیدلی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي تیره شپه د ایټمي موافقې د ګډ کمیشن په غونډه کښې د ګډون په موخه د آسټریا پلازمینې ویانا ته رسیدلی دی.
د ایټمي موافقې (برجام) د ګډ کمیشن اتلسمه غونډه د ایران او ۴+۱ ډلې د پلاویو په شتون سره تیره جمعه د ویډیو کانفرنس له لارې ترسره شوه او ګډونوالو پریکړه وکړه چې د دغې غونډې دوام نن سه شنبه په ویانا کښې په حضوري توګه تعقیب کړي.
د اسلامي ایران د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال د برجام د کمیشن په آنلاین غونډې کښې، په دې خبرې سره چې ایران به د بندیزونو له لغو کیدو او د دغه کار له آزمایلو سمدستي وروسته جبیره کونکي ایټمي ګامونه بند کړي، څرګنده کړه: ایټمي موافقې ته د امریکې د راستنیدو لپاره هیڅ مذاکرې ته ضرورت نشته او په دې لړ کښې د امریکې لاره بیخي روښانه ده.
د برجام د ګډ کمیشن د غونډې له آنلاین غونډې ترسره کیدو وروسته په دې هکله خبرونه خپاره شول چې ګني امریکايي پلاوی به هم نن په ویانا کښې شتون ولري او ټاکل شوې له ایران پرته د ایټمي موافقې له پاتې غړو سره یولړ خبرې اترې وکړي.
د دغو خبرونو له خپریدو سره هم مهاله ښاغلي عراقچي وویل: په ویانا کښې د سه شنبې د ورځې په غونډې کښې به یوازې د برجام اوسني غړي شتون ولري او امریکا به د ایټمي موافقې د ګډ کمیشن د غونډې په شمول په هیڅ هغې غونډې کښې ګډون ونه کړي چې ایران په کښې موجود وي او دا پریکنده فیصله ده.