روحاني:
نن د ایټمي موافقې د تازه کیدو یو نوې څپرکې وینو
د اسلامي ایران ولسمشر زیاته کړه وویل چې دا بریا د خلکو د مقاومت او اودریدنې او د اسلامي انقلاب د معظم رهقر د لارښوونو په برکت ترلاسه شوې ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت په دې خبرې سره چې نن سبا د برجام په نامه ایټمي موافقې د ژوند د تازه کیدو د یو نوي څپرکي کتونکي یو او هغه ټول هیوادونه چې په برجام کښې یې ژمنه کړې وه په ویانا کښې راغونډ شوي دي، وویل: نن سبا یو واحد غږ اوریدل کیږي او هغه دا چې د دې ایټمي موافقې ټول لوري دې نتیجې ته رسیدلي دي چې له برجام موافقې بله کومه غوره لاره نشته او د برجام له بشپړې اجرا پرته هیڅ لاره نشته او دا د ایران لپاره یوه ستره بریا ده.
ولسمشر حسن روحاني نن د خپلې کابینې په غونډې کښې زیاته کړه: زمونږ د حکومت یو ویاړ دا دی چې په ۱۳۹۷، ۹۸ او ۹۹ کلونو کښې او د روان ۱۴۰۰ کال په پیل کښې یې سره د ټولو سختو او دباؤونو او اقتصادي جنګ او ډیرو سختو بندیزونو، هیواد داسې اداره کړی چې نه یوازې زمونږ دوستان بلکې دښمنان مو پرې هم داده کیږي چې زیات نه زیات دباؤ ماتې خوړلې ده.
د اسلامي ایران ولسمشر زیاته کړه: دا بریا د خلکو د مقاومت او اودریدنې او د اسلامي انقلاب د معظم رهقر د لارښوونو په برکت ترلاسه شوې ده.
هغه په دې خبرې سره چې د ایران د ایټمي فعالیت صلحه ایز والې د نړیوالو غوږونو ته رسیدلې دی، زیاته کړه: مونږ د غیرصلحه ایزو فعالیتونو د ترسره کولو په تکل کښې نه یو. دا چې مو وویل چې اوس الحاقي پروټوکول نه اجرا کوو او نوي او ماډرن سانټریفیجونه فعالوو، دا ټول لنډمهاله کارونه دي. که هغوي خپلې ژمنې پوره کړي نو مونږ هم خپلو ژمنو ته ستنیږو.