د امریکا د ټولو بایکاټونو لغوه کیداد برجام داحیا ضروری ګام دې
دایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال عباس عراقچی په دغه غونډه کې د جدی تعاملاتو د دوام لپاره د اسلامی ایران په ارادې د ټینګار په ترڅ کې وویل دا چاره په مقابلو لورو کی د جدیت او سیاسی ارادې په لیدو پورې اړه لری او که داسې نه وی نو د خبرو اترو د دوام لپاره به کوم دلیل نه وی .
د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د برجام د ګډ کمیشن دوهمه حضوری غونډه نن ترسره شوه .
دایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال عباس عراقچی په دغه غونډه کې د جدی تعاملاتو د دوام لپاره د اسلامی ایران په ارادې د ټینګار په ترڅ کې وویل دا چاره په مقابلو لورو کی د جدیت او سیاسی ارادې په لیدو پورې اړه لری او که داسې نه وی نو د خبرو اترو د دوام لپاره به کوم دلیل نه وی .
عراقچی ټینګار وکړ د امریکا د ټولو بایکاټونو لغوه کیداد برجام داحیا ضروری ګام دې او د دغو بایکاټونو د لغوه کیدا له سم معلومولو وروسته ایران چمتو والې لری خپل جبرانی اقدامات ودروی او د برجام بشپړه اجرا ته ستون شی .
د دغې غوندې په پاې کې موافقه وشوه چی د مرستیالانو په سویه د کمیشن راتلونکی غونډه د راتلونکی اونۍ په شورو ورځ په ویانا کی ترسره شی .