اټومي تړون د امریکا پیاوړي ارادې ته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98684-اټومي_تړون_د_امریکا_پیاوړي_ارادې_ته_اړتیا_لري
فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي وویل اټومي تړون د امریکا قوي سیاسي ارادې ته ضرورت لري چې فیصله وکړي د تهران پرضد ټول بندیزونه ختم کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2021 23:46 Asia/Kabul
  • اټومي تړون د امریکا پیاوړي ارادې ته اړتیا لري

فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي وویل اټومي تړون د امریکا قوي سیاسي ارادې ته ضرورت لري چې فیصله وکړي د تهران پرضد ټول بندیزونه ختم کړي .

عباس عراقچي پرون د اسټریا هیواد په پلازمینې ویانا کښې د اټومي تړون د ګډ کمیسیون له غونډې وروسته وویل د دغه کمیسیون د غونډې د جوړولو هدف په اټومي تړون کښې خپلو ژمنو  ته د امریکا او د ایران د ورستنیدا په هکله د اټومي تړون د غړیو هیوادونو او ایران ترمینځ خبرې اترې او د امریکا لخوا د بایکاټونو ختمول او اټومي ژمنو ته د ایران بیرته ورستنیدل و .

د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي وویل ټول بندیزونه چې امریکا د اټومي تړون پراساس ژمنه ده هغه ختم کړي او هغه ټول بایکاټونه چې د پخواني ولسمشر ټرمپ د حکومت په وخت کښې په تیرو څلورو(۴) کلونو کښې د تهران پرضد لګول شوي دي باید په کامل ډول ختم شي .

عباس عراقچي وویل که څه هم په لاره کښې زیات مشکلات شته خو د خبرو اترو فضا مثبته او رغنده ده .

عراقچي وویل که چیرې د ایران پرضد ټول بندیزونه ختم شي د ایران غوښتنې به تامین شي او اټومي تړون ته د بیرته ورستنیدا لاره خلاصیږي .

د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي وویل د اټومي تړون ټول غړي هیوادونه یعني چین ، روسیه او درې (۳)اروپايي هیوادونه او اروپايي اتحادیه چې د غږملونکي رول لري اټومي تړون ته د امریکا او د ایران د بیرته ورستنیدا ملاتړ کوي .